- 01 Dec 2025
- 258
حضرت سلطان ولسوالۍ کې پر ۱۲۵ اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وويشل شوې
د ملک سلمان خیريه بنسټ له لوري يو ځل بيا د سمنګان ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې پر لسګونو اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.
دا مرستې نن دوشنبه 2025-12-01 د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پر 125 اړمنو کورنيو وويشل شوې.
يادې مرستې د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ وويشل شوې.
د يادولو ده چې تېره ورځ هم په ياده ولسوالۍ کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري پر سلګونو کورنيو ورته مرستې ويشل شوي.
پای
پای
تاسې شاید دا خوښ کړئ
-
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري سعودي عربستان ته د حج فريضې ادا کولو په موخه د افغان حاجيانو د ليږد بهير...
-
د ازبکستان دولت او خصوصي سکتور د غړو يو ګډ پلاوی...






