تخار کې په ۱۰۰۰ کورورنيو د ملک سلمان بنسټ له خوا مرستې ووېشل شوې
د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا د تخار ولايت په مرکز او فرخار ولسوالۍ کې په زرو کورنيو چې په دې وروستيو کې هېواد ته راستانه شوي کډوال هم پکې شامل دي، د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
د پنجشنبې په ورځ 2026-01-01 د تخار ولايت په مرکز او د همدې ولايت د فرخار په ولسوالۍ کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا د مرستو د وېش لړۍ د ولايتي مسئولينو په ګډون سره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوه.
د پيل په مراسمو کې د ياد بنسټ پر مسئولينو سربېره د تخار ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس حافظ شير احمد انوري هم ګډون کړی و.
ولايتي مسئولینو په خپلو خبرو کې د ملک سلمان خيريه بنسټ څخه مننه وکړه، چې له بې وزلو او اړمنو خلکو سره مرستې کوي، او په بحراني حالاتو کې په بېړني ډول د اړتيا وړ توکي رسوي.
بايد وويل شي چې د دې مرستو په لړ کې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، وريژې، لوبيا او بوره ورکول کېږي، چې مالي ملاتړ يې د ملک سلمان بنسټ او د توحيد مؤسسه يې تخنيکي چارې پر مخ وړي.
مسلک سلمان خيريه بنسټ له کلونو راهيسې په هېواد کې خېريه خدمات وړاندې کوي، او په ځانګړي ډول د زلزلو او نورو طبيعي پېښو پر مهال متضررو سيمو او خلکو ته پر وخت رسېدګي کوي.
پای







