بدخشان کې په ۱۰۰۰ کورنيو د ملک سلمان بنسټ له خوا مرستې ووېشل شوې

د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا د بدخشان ولايت په مرکز او کوهستان ولسوالۍ کې په زرو بې وزله کورنيو او په دې وروستيو کې هېواد ته پر راستنو شويو کډوالو خوراکي توکي ووېشل شول.
د دوشنبې په ورځ 2026-01-05 د بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد او د همدې ولايت د کوهستان په ولسوالۍ کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا د مرستو د وېش لړۍ د ولايتي مسئولينو په ګډون سره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوه.
د پيل په مراسمو کې د ياد بنسټ پر مسئولينو سربېره د بدخشان ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس مولوي قيام الدين حاجي زاده، د ولايت مقام استازي عبدالکريم يزاداني، قومي مخورو، راستنو شويو کډوالو، او داخلي بې ځآيه شويو ګډون کړی و.
ولايتي مسئولینو د ملک سلمان خيريه بنسټ څخه د دې مرکز د دوامدارو مرستو او همکاريو مننه وکړه. 
د دې مرستو په لړ کې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، وريژې، لوبيا او بوره ورکول کېږي، چې مالي ملاتړ يې د ملک سلمان بنسټ او د توحيد مؤسسه يې تخنيکي چارې پر مخ وړي. 
مسلک سلمان خيريه بنسټ له کلونو راهيسې په هېواد کې خېريه خدمات وړاندې کوي، او په دې وروستيو کې يې په زرګونو هغو کورنيو هم د اړتيا وړ توکي وېشلي، چې تازه له نورو هېوادونو څخه راستنې شوي دي.

پای

تاسې شاید دا خوښ کړئ