ملک سلمان بنسټ سرپل کې په زرو کورنيو خوراکي توکي ووېشل
د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ د شمالي ولايت سرپل په مرکز او د دې ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې په زرو کورنيو خوراکي توکي ووېشل.
د يکشنبې په ورځ 2026-01-18 د سرپل ولايت په مرکز کې په همدې موخه يوه غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د دې بنسټ پر مسئولينو سربېره د سرپل د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس مولوي محمود محمدي، د اقتصاد رئيس مولوي عبدالبصير صابري، مخورو او د مرستو تر لاسه کونکو کورنيو ګډون کړی و.
مسئولينو په خپلو خبرو کې وويل چې د شوې سروی تر مخې د ولايت په مرکز او د بلخاب په ولسوالۍ کې په زرو اړمنو کورنيو دا مرستې وېشل کېږي، چې په دوی کې راستانه شوي کډوال، داخلي بې ځايه شوي، بې وزله او مستحقې کورنۍ شاملې دي.
ولايتي مسئولینو د ملک سلمان خيريه بنسټ څخه د دې مرکز د دوامدارو مرستو او همکاريو مننه وکړه، او ويې ويل چې مرستې د يوې شفافې پروسې له لارې اړمنو ته رسول کېږي.
د دې مرستو په لړ کې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، وريژې، لوبيا او بوره ورکول کېږي، چې مالي ملاتړ يې د ملک سلمان بنسټ او د توحيد مؤسسه يې تخنيکي چارې پر مخ وړي.
ملک سلمان خيريه بنسټ چې هېواد کې له کلونو راهيسې خيريه چارې پر مخ وړي، دې وروستيو کې د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې د مرستو د رسولو لړۍ پيل کړې، او هغو کورنيو ته يې هم د مرستو لړۍ غزولې، چې وروستيو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه جبري ايستل شوي، او هېواد ته راستنې شوي دي.
دا بنسټ په عموم کې اړمنو خلکو او په د طبيعي پېښو پر مهال په ناوريني حالاتو کې متضررينو ته د رسېدو لپاره چټک اقدامات کوي.
پای







