د ګڼو تحصيلي بنسټونو ترمنځ د همکاريو هوکړه لاسليک شوه
د راډیو امید شبکې، کابل پوهنتون، باختر پوهنتون، رڼا پوهنتون او د یو شمېر نورو تحصیلي بنسټونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د تفاهم لیک د لاسلیک غونډه د ژورنالېزم په برخه کې د علمي او عملي همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوه.
د دوشنبې په ورځ 2026-02-02 په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو، د رسنیزو بنسټونو چارواکو، د پوهنتونونو استادانو او محصلانو ګډون کړی و او د رسنیو او تحصیلي بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.
د غونډې په پیل کې د اقتصاد وزارت مسلکي معین، ډاکټر عبداللطیف نظري دا همکاري یو مهم ګام وباله او ویې ویل چې رسنۍ او پوهنتونونه کولای شي د علمي او اکاډمیکو زده کړو د لېږد په برخه کې بنسټیز رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړه چې رسنۍ د حکومت او ولس ترمنځ د اړیکې پُل دی او ځوان نسل کولای شي د پوهنتونونو له لارې د ملي یووالي او ملي هویت د پیاوړتیا لپاره اغېزمن رول ولري.
د هغه په وینا، دولتي او خصوصي پوهنتونونه باید د ملي یووالي موضوع د خپلو علمي پایلیکونو (تېزسونو) برخه وګرځوي، تر څو ټولنیز انعکاس ولري.
همدا راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیعالله ابراهیمي دا اقدام د ویاړ وړ وباله او ویې ویل چې بېکاري د هېواد له اساسي ستونزو څخه ده چې د اسلامي امارت، خصوصي سکتور، رسنیو او تحصیلي بنسټونو په ګډې همکارۍ حل کېدای شي.
په ورته ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران د خبریالانو پر مسلکي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ژورنالېزم د رشتې د فارغانو لپاره باید تخصصي پروګرامونه جوړ شي. هغه د ژورنالېزم د مسلکي انستیتیوت د جوړولو وړاندیز وکړ، تر څو د مسلکي راپور لیکنې طریقې او د رسنیو ټولنیز مسؤولیتونه په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې پیاوړي شي.
د کابل پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو پوهنځي رئیس، استاد ذبیحالله بشردوست وویل چې په ملي او نړیواله کچه د رسنیو ترمنځ سیالي د هېوادونو د سیاست او کلتور برخه ده.
هغه زیاته کړه چې کورنۍ رسنۍ باید پیاوړې شي او له اسلامي امارته یې وغوښتل چې له رسنیو ملاتړ وکړي.
د غونډې په بله برخه کې، د راډیو امید شبکې رئیس، استاد حسنالله حبیبي د حکومت د څلورم رکن په توګه د رسنیو مقام ته په اشارې وویل چې راډیو امید له څو اکاډمیکو بنسټونو سره همکاري لري او دا تفاهملیک د محصلانو او فارغانو لپاره د عملي کارآموزۍ، موقتي او دایمي کار زمینه برابروي.
هغه زیاته کړه چې رسنۍ باید په صداقت او مسؤولیتپذیرۍ سره فعالیت وکړي او د ولس غږ واوسي. د هغه په وینا، راډیو امید د ځوانانو د استعداد موندنې او ظرفیت لوړونې په برخه کې هڅه کوي، تر څو ټولنې ته ګټور کسان وروزي.
وروسته، د خبریالانو د مصونیت کمېټې رئیس، عبدالجمیل وقار د رسنیو اقتصادي ستونزو ته په اشارې وویل چې ډېری خبریالان په کم معاش او سختو کاري شرایطو کې کار کوي.
هغه له حکومته وغوښتل چې د رسنیو اقتصادي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي، معلوماتو ته لاسرسی اسانه کړي او د بنسټونو ویاندان دې خبریالانو ته پر وخت ځواب ووایي.
د دې غونډې ګډونوالو د دې تفاهملیک لاسلیک د رسنیو او تحصیلي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې دا همکاري کولای شي د مسلکي خبریالانو په روزنه، کلتوري پراختیا او ټولنې ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
پای






