پکتيکا کې پر اړمنو کورنيو د ملک سلمان بنسټ مرستې وويشل شوې
د پکتيکا مرکز او برمل ولسوالۍ کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري پر اړمنو او مستحقو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.
دا مرستې چې 1000 کورنيو ته چمتو شوې وې نن 2026-02-14 د ولايت مرکز ښرنې او برمل ولسوالۍ انګور اډه سيمه کې پر بې وزلو او مستحقو کورنيو وويشل شوې.
په مرسته شويو توکو کې اوړه، غوړي، وريجې، بوره، لوبيا او غوړي شامل دي.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د پکتيکا د کډوالو چارو رئيس حمدالله فاتح، د اقتصاد ولايتي رئيس انجينر فضل رحمان ريحان او د ملک سلمان خيريه بنسټ مسئولينو حضور درلود.
ولايتي چارواکو د دې مرستې په پار له ملک سلمان بنسټ څخه مننه وکړه او د مرستو په ويش کې يې د بشپړ شفافيت ډاډ څرګند کړ.
دا مرستې د ملک سلمان بنسټ په مالي ملاتړ او د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ چمتو شوي، د دې پروژې څو پړاونه له دې وړاندې په بېلا بېلو ولايتونو کې ترسره شوي چې نورو ولايتونو ته به هم وغځول شي.
پای






