کاپېسا کې پر سلګونو کورنيو د خوراکي توکو مرسته وويشل شوه

د کاپېسا په ولايت کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري پر سلګونو کورنيو د خوراکي توکو مرسته وويشل شوه.
دا مرسته د تېر په څېر د ملک سلمان بنسټ په مالي ملاتړ او د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ چمتو شوې وو چې نن 2026-02-23 د کاپېسا ولايت مرکز محمود راقي او تګاب ولسوالۍ پر 1000 اړمنو کورنيو وويشل شوه.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د کاپېسا مرستيال والي مولوي اسدالله سنان، د مهاجرينو ولايتي  رئيس مولوي حمدالله شهيد زاده، د پېښو سره د مبارزې ولايتي رئيس مولوي محمد صابر احمد، د اقتصاد ولايتي رئيس انجنير کمين الله معاذ، د ملک سلمان بنسټ او توحيد مؤسسې استازو ګډون درلود.
ولايتي چارواکو د ملک سلمان بنسټ له مرستې مننه وکړه.
په مرسته شويو توکو کې اوړه، غوړي، وريجې، بوره او لوبيان شامل دي.
پای 

تاسې شاید دا خوښ کړئ