لغمان کې زرو کورنيو د ملک سلمان بنسټ مرستې تر لاسه کړې

د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا د روژې په مياشت کې په بې وزلو او راستنو شويو کډوالو کورنيو د مرستو د وېش لړۍ ختيځ ولايت لغمان ته ورسېدله، او په دې ولايت کې په زرو کورنيو مرستې ووېشل شوې.
د پنجشنبې په ورځ 2026-02-26 په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د لغمان د کډوالو چارو رئیس غلام رحمان بلال، د ولايت مقام وياند قاري عبدالمالک نيازي، د ملک سلمان خيريه بنسټ او همکارې تخنیکي مؤسسې مسئولينو ګډون کړی و.
ګډونوالو په خپلو خبرو کې وويل چې د ولايت د مرکز مهترلام او الينګار ولسوالۍ به زر بې وزله، داخلي بېځايه شوې، تازه راستنې شوې، د کونډو او يتيمانو کورنۍ له دې مرستو څخه برخمنې شي.
په مرسته شويو توکو کې اوړه، غوړي، وريجې، بوره، او لوبيا شامل دي.
هېره دې نه وي چې د توحيد مؤسسه د مرستو د وېش تخنيکي بهير پر مخ وړي.
د يادولو وړ ده چې د روژې له پيل سره سم ملک سلمان بنسټ د مرستو د وېش يوه لړۍ پيل کړې، چې تر اوسه يې ګڼو ولايتونو کې پلې کړې ده، تر ډېره بريده د دې پروژې تمرکز هېواد ته په تازه راستنو شويو کډوالو دی، چې په جبري ډول له ګاونډيو هېوادونو څخه ايستل کېږي. 
پای

تاسې شاید دا خوښ کړئ