کونړ کې په ۱۰۰۰ کورنيو خوراکي توکي وويشل شول

د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ له خوا د مرستو د وېش لړۍ کونړ ولايت ته ورسېده، او دې ولايت کې په زرو بې وزله کورنيو، چې راستانه شوي کډوال، له طبيعي پېښو متضررين، او نور اړمن پکې شامل دي، خوراکي توکي ووېشل شول.
د مرستو د وېش مراسم نن 2026-03-01 د کونړ په مرکز کې جوړ شوي و، چې پکې د دې ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس مولوي محمد ابراهيم مياخيل، د هغه مرستيال حاجي محمد فاضل ناصح، د دې رياست د بېړنۍ حالاتو عمومي مدير روضت الله احساس، او د خيريه بنسټ مسئولينو ګډون کړی و.
د مسئولينو په وينا دا مرستې د ولايت د مرکز اسعد اباد، او د پېچ دره ولسوالۍ په زرو کورنيو وېشل کېږي، چې په مرسته شويو توکو کې اوړه، غوړي، وريژې، بوره، او لوبيا شامل دي.
د ويلو ده چې د توحيد مؤسسه د مرستو د وېش تخنيکي بهير پر مخ وړي.
د يادولو وړ ده چې د روژې له پيل سره سم ملک سلمان بنسټ د مرستو د وېش يوه لړۍ پيل کړې، چې تر اوسه يې ګڼو ولايتونو کې پلې کړې ده، تر ډېره بريده د دې پروژې تمرکز هېواد ته په تازه راستنو شويو کډوالو دی، چې په جبري ډول له ګاونډيو هېوادونو څخه ايستل کېږي. 
پای

تاسې شاید دا خوښ کړئ