اتصالات مخابراتي شرکت افغانستان کې خپل خدمات پراخوي

د افغانستان اتصالات مخابراتي شرکت اعلان وکړ چې ژر به د نوي نوم، رنګ او لوګو لاندې د خپلو خدماتو پوښښ پراخه کړي، تر څنګ يې دې شرکت د خپلو سوداګريزو سفيرانو شمېر هم زيات کړ.
په همدې مناسبت نن 2026-03-07 په کابل کې يو لړ مراسم جوړ شوي و، چې پکې د اتصالات مسئولينو، نويو سوداګريزو سفيرانو، ژورنالستانو او د ټولنې د بيلا بيلو اقشارو استازو ګډون کړی و. 
د اتصالات مخابراتي شرکت د اړيکو مسئول (communication Director) کفايت الله نبي خيل د نويو خدماتو د معرفت په پرانيستې وينا کې وويل اتصالات مخابراتي شرکت چې مرکزي دفتر يې په متحده عرب اماراتو کې دی، پرېکړه کړې، چې د اتصالات اينډ (Etisalat And) تر نوم، او نوې لوګو لاندې د نورې نړۍ ترڅنګ افغانستان کې هم  خپلو خدماتو ته پراختيا ورکړي.
نوموړي زياته کړه چې اتصالات به په نوي پړاو کې يوازې د اړيکو د ټينګولو په برخه کې نه، بلکې ټولنې ته په نورو برخو کې هم خدمات وړاندې کړي، چې په دې برخه کې خورا ګټور پرمختګونه او پروګرامونه په پام کې نيول شوي دي.
په دې مراسمو کې د اتصالات په استازيتوب سید خالد عزيز د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مشر حشمت الله شهيدي، د کرکټ د لوبډلې د پیاوړي او نوميالي لوبغاړي عظمت الله عمزري او د افغانستان د واليبال د مشهور لوبغاړي غلام رسول حيدري سره د نويو سوداګريزو سفيرانو په توګه تړونونه هم لاسليک کړل. 
اتصالات ژمنه وکړه، چې په نوي پړاو کې به خپل خدمات پراخه، معياري او ډېرو برخو ته وغزوي. 
اتصالات مخابراتي شرکت په افغانستان کې له کلونو راهيسې د مخابراتو په برخه کې فعاليت کوي، هېواد کې ميليونونه مشتريان لري، او د هېواد لرو پرتو سيمو ته يې خپل پوښښ پراخه کړی دی. 
پای   

تاسې شاید دا خوښ کړئ