ميدان وردګوکې پر سلګونو کورنيو د ملک سلمان بنسټ مرستې وويشل شوې
د ميدان وردګو په ولايت کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري پر سلګونو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.
دا مرستې نن 2026-03-08 د ياد ولايت مرکز ميدانښار او بهسودو ولسوالۍ کې پر 1000 بې وزلو، يتمانو، داخلي بېځايه شويو او راستنو شويو کډوالو کورنيو وويشل شوې.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د ميدان وردګو د کډالو چارو رئيس مولوي عبدالرحمن هاشمي، د اقتصاد رياست استازي انجينر محمد داود اميري، د ملک سلمان بنسټ او توحيد مؤسسې مسئولينو حضور درلود.
ولايتي چارواکو د ياد بنسټ له مرستې مننه وکړه او د بشپړې همکارۍ ډاډ يې څرګند کړ.
ياده مرسته د هغه پروژې برخه ده چې د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ او د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ د هېواد ګڼو ولايتونو کې پيل شوې او لا هم دوام لري.
بايد وويل شي چې د ملک سلمان بنسټ دغه مرستې تر دې وړاندې په نورو بېلا بېلو ولايتونو کې هم ويشل شوې دي.
پای





