غزني کې په اړمنو کورنيو د ملک سلمان بنسټ مرستې ووېشل شوې

د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خيريه بنسټ افغانستان کې د مرستو د وېش په لړ کې دا ځل په غزني کې په زرو کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي. 
د چهار شنبې په ورځ 2026-03-11 د مرستو د وېش په مراسمو کې د غزني د کډوالو چارو رئيس مولوي  مطيع الله عرب، د غزني د والي د دفتر رئيس استاد ذبيح الله حقمل، او د اقتصاد رياست استازي ابو ذر فرهادي ګډون کړی و.
مسئولينو په خپلو خبرو کې وويل چې د ياد بنسټ له خوا د يوې سروې له مخې د غزني په ښار او د قره باغ په ولسوالۍ کې په زرو مستحقو راستنو شويو کډوالو او داخلی بې ځايه شويو کورنيو خوراکي توکې وېشل کېږي، هغوی له ملک سلمان بنسټ څخه د روژې په مياشت کې له دې مرستو مننه وکړه.
ياده مرسته د هغه پروژې برخه ده چې د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ او د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ د هېواد ګڼو ولايتونو کې پيل شوې او لا هم دوام لري.
بايد وويل شي چې د ملک سلمان بنسټ دغه مرستې تر دې وړاندې په نورو بېلا بېلو ولايتونو کې هم ويشل شوې دي.
پای 

تاسې شاید دا خوښ کړئ