زابل کې پر سلګونو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وويشل شوې

د زابل په ولايت کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري پر زرو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.

دا مرستې نن 2026-03-28 شنبې د ولايت مرکز قلات ښار او شاه جوی ولسوالۍ پر 1000 بې وزلو، يتيمانو، کونډو او راستنو شويو کډوالو کورنيو وويشل شوې.

په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د زابل د کډالو چارو رئيس مولوي عبدالعلي جهاد يار ، د زابل اقتصاد رئيس مولوي عزت الله حاجي امير، د ملک سلمان بنسټ او توحيد مؤسسې مسئولينو برخه درلود.

ولايتي چارواکو د ياد بنسټ له مرستې مننه وکړه او د بشپړې همکارۍ ډاډ يې څرګند کړ.

ياده مرسته چې اوړه، غوړي، وريژي، لوبيا او بوره شامل دي د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ او د توحيد مؤسسې په تخنيکي همکارۍ چمتو شوي وو.

بايد وويل شي چې د ملک سلمان بنسټ دغه مرستې تر دې وړاند په نورو بېلا بېلو ولايتونو کې هم ويشل شوې دي.

پای

تاسې شاید دا خوښ کړئ